د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د سولې په اړه د څلور اړخیزو ناستو له پرېکړو سره- سره لاهم پاکستان په خپلو ژمنو عمل ونه کړ.
د دغه وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي نن په کابل کې د یوې ناستې پر مهال د افغانستان د سولې په وړاندې د وسله والو طالبانو ترڅنګ یو شمېر نورې ډلې هم د جدي ګواښونو په توګه یادې کړې.
په همدې حال کې د جمهوري ریاست مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي په دې ناسته کې وویل چې د افغانستان حکومت د سولې په برخه کې د هڅو ترڅنګ د مخالفو ډلو په وړاندې خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.
ټاکل شوې وه چې د مارچ په لومړۍ اوونۍ کې له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې پیل شي خو طالبانو د یوې اعلامې په خپرولو سره له افغان حکومت سره د سولې په تړاو خبرې ردکړي.