پکتیا: پاکستاني پوځيانو پر ډنډ پټان ۳۰ توغندي توغولي

د پکتيا پر ډنډ پټان ولسوالۍ پاکستاني پوځيانو لسګونه توغندي توغولي دي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ازادي راډيو ته ویلي چې تېره شپه پر ولسوالۍ نږدې ۳۰ توغندي توغول شوي دي.

له بلې خوا په پکتیا کې د سرحدي زون قوماندان نیاز محمد مندوزي ازادي راډيو سره په خبرو کې د سیمې خلکو د خبرو په تایید سره وویل چې په دې اړه څېړنې پیل شوي دي.

نوموړي د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل خو تردې وړاندې هم د پاکستاني پوځیانو پر ډنډ پټان ولسوالۍ لسګونه توغندي توغولي دي.

څه موده وړاندې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې هم د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو د ورته سرغړونې راپورنه ورکول شول.

او تر هغه وړاندې پر کونړ ولایت هم د پاکستاني ملېشو د توغندیو راپورونه ور کول شوي و چې له امله یې خلکو ته د ځاني زیان ترځنګ مالي زیان هم اړولی وو.