د هرات ولایت د سوداګرۍ خونې مسؤلین وایي چې د بېمې شرکتونه د خلګو څخه د بېمې په نامه پیسې اخلې، خو د بېمې اصول په نظر کې نه نیسي.
د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې مرستیال سیروس علاف ازادي راډیوته وویل که اړوندې ادارې دغه مسالې ته پام ونه کړي د دغه ولایت د شرکتونو مسؤلین به له ستونزو سره مخ او خپل فعالیتونه به محدود کړي.
د ښاغلي علاف په خبره اوس مهال د بېمې شرکتونه دا پیسې اخلي او په مقابل کی یې خپل مسؤلیت نه تر سره کوي.