د افغانستان د برېښنا شرکت مسؤلین وایي چې په هرات ولایت کې به د ترکمنستان هېواد څخه د وارداتي برېښنا ۱۱۰ مزو ظرفیت له ۲۵ مېګاواټه څخه ۵۰ مېګاواټه ته پورته شیي.
د دغه شرکت ویاند وحیدالله توحیدي ازادي راډیو ته وویل چې پر دغو مزو چې له ترکمستان څخه افغانستان ته برېښنا انتقالوي ۵ میلیونه ۲۶۰ زره ډالره لګښت راځي چې د افغانستان د برېښنا شرکت له خوا به ورباندې مصرف شي.
د ښاغلي توحیدي په خبره د برېښنا د دغو مزو د جوړولو قرارداد یو چینایي شرکت ته ورکول شوي دي.