"د تروریزم په وړاندې باید په ګډه جدي مبارزه وشي"

د افغان حکومت اجراییه رییس یوځلې بیا د تروریزم په وړاندې پر ګډې مبارزې ټينګار وکړ.

عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا د نن ورځې په ناسته کې د پاکستان او بروکسل ورستیو ترورستي حملو ته په اشارې وویل چې دا حملې څرګندوي چې هیڅ ځای هم د تروریزم له ګواښ څخه خلاص نه دی.

ښاغلي عبدالله وویل چې د سیمې او نړۍ هېوادونه باید د تروریزم سره د جدې مبارزې لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د تېرې ورځې په انتحاري حمله کې نږدې ۷۰ تنه وژل شوي او تر ۳۰۰ نور ټپیان دي.

او همدارنګه د بروکسل په حملو کې ۳۱ تنه ووژل شول.