نورستاني: د ملي ګټو په خاطر مې استعفى وکړه

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پخوانی رئیس احمد یوسف نورستاني

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پخوانی مشر وایي، چا استعفأ ته نه و اړ کړی بلکې د هېواد ملي ګټو ته په پام سره یې په خپله خوښه د کمېسیون له ریاسته استعفأ کړې ده.

محمد یوسف نورستاني له ازادي راډیو سره په مرکه کې دغه راز وویل، هیله من دی چې په استعفأ سره یې د انتخاباتو لانجه هواره شي او هم نړیوال د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو لپاره چې ټاکل شوې د روان کال د میزان په ۲۴ ترسره شي، د افغانستان له حکومت سره مالي مرستې پیل کړي.

Your browser doesn’t support HTML5

نورستاني: چا استعفا ته نه وم اړ کړی