د افغانستان د ملي شورا ودانۍ ته څېرمه درې راکټه لګېدلي

د افغانستان د ملي شورا نوې ودانۍ

د ازادي راډیو خبریال څو شېبې وړاندې له سیمې څخه راپور ورکړی دی چې یو له دغو راکټونو څخه د ملي شورا پر ودانۍ لګېدلى دی.

په ورته وخت کې د ملي شورا سرپرست عبدالغفار غورځنګ ازادي راډیو ته وویل چې دغې پېښې ځاني مرګ ژوبله نه ده لرلې خو ودانۍ ته زیان رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې نن امنیتي چارواکي د امنیتي اندېښنو له امله د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته وربلل شوي وو.

وسله والو طالبانو د دغې پېښې مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.