په هالنډ کې یو فرانسوي تبعه نیولی شوی دی

د هالنډ څارنوالان وایي، پولیسو په روټرډام کې یو فرانسوي تبعه پر فرانسې د تروریستي حملې په تنظیمولو کې د لاس لرلو په تور نیولی دی.

څارنوالانو په یوه بیان کې وویل، دغه ۳۲ کلن سړی چې د فرانسې د حکومت په غوښتنه د یکشنبې په ورځ نیول شوي، ډیر ژر به فرانسې ته وسپارل شي.

په بیان کې دغه راز ویل شوي چې درې تنه نور هم نیول شوي چې دوه یې له اصله الجزایران دي.

د اروپایي اتحادیي حکومتونو د پاریس د تیرې نومبر د میاشتې له خونړېو حملو وروسته د ترورېزم په وړاندې د مبارزې په برخه کې همکاري زیاته کړې ده.

په هغو حملو کې ۱۳۰ کسان وژل شوي و. د مارچ په ۲۲ د بروکسل په حملو کې هم ۳۱ کسان ووژل شول او ۲۷۰ تنه ژوبل شول.