کریملن وایي، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته د هغه د پوځ له خوا د پالمیرا لرغوني ښار د بیرته نیولو مبارکي ورکړې ده.
د کریملن ویاند ډیمیټري پیسکوف ویلي، پوتین او اسد پرون وروسته له هغې ټیلیفوني خبرې وکړې چې دمشق پرون د ورځې په پیل کې اعلان وکړ چې له پالمیرا ښاره یې د اسلامي دولت ډلې وسله وال ایستلي دي.
د روسیې ریا نووستي دولتي خبري اژانس د پیسکوف له قوله ویلي چې وایي، د سوریي له ولسمشر سره په خبرو کې ولادمیر پوتین د سوریي په پوځ کې د هغه همکارانو ته چې پالمیرا یې له ترورستانو ازاد کړ، مبارکي ورکړه او یادونه یې وکړه چې دا مهمه ده چې دغه د نړۍ د کلتور لرغونی ښار وساتل شي.
د روسیې د هوایي ځواکونو په پراخ ملاتړ دغه پرمختګ له سبمولیک او ستراتیژیک پلوه د سوریي د حکومت لپاره ستر بریالیتوب ګڼل کیږي.