پاکستاني چارواکي وایي، په یوه برید کې چې ظاهراً ځان وژونکی و، لږ تر لږه ۶۹ کسان وژل شوي دي.
د وژل شوېو اکثره یې ښځې او ماشومان دي. په دغه برید کې چې د لاهور ښار په یوه ګڼه ګوڼې د ګلشن ی اقبال پارک د موټرو درولو په ځای کې وشو، په سلګونو کسان ټپیان شوي دي.
برید هغه مهال وشوه چې د پاکستان اقلیت مسیحیانو د یکشنبې د ورځې د عیسویانو مذهبي جشن لمانځه.
د امانت علي په نوم یوه ځوان چې په دغه پارک کې برګر پلوري، د چاودنې په اړه رویټرز اژانس ته وویل:
"ما برګر پخاوه چې ناڅاپه مې د یوې قوې چاودنې غږ واورید. سمدستي مې نه شو کولای چې پوه شم څه پیښه وشوه."
له پاکستاني طالبانو سره تړلي د جماعت الاحرار ډلې د دغه خونړي برید مسولیت په غاړه اخیستې او ویلي یې دي چې په قصدي توګه په دغه برید کې مسیحیان په نښه کړې وو.
احسان الله احسان چې ځان د دې ډلې ویاند پیژني ویلي چې دا ډله به نور بریدونه هم ترسره کړي.
دغې ډلې د پاکستان په شمال لویدیځ کې د یوې محکمې په دروازه کې د مارچ د اومې ځان وژونکې حملې مسولیت هم په غاړه اخیستې و.
په هغه برید کې لږ تر لږه ۱۷کسان وژل شوي و او دې ډلې ویلي و چې دغه برید یې د ممتاز قادري د اعدام د غچ اخیستو لپاره کړې و.
نوموړی چې په ۲۰۱۱ کال د یوه والي د وژلو په خاطرپه اعدام محکوم شوی و، تیره میاشت پرې د اعدام سزا عملي شوه.
د هغه د اعدام په وړاندې د اعتراضونو په دوام پرون په اسلام اباد کې په زرګونو کسانو په یوې مظاهرې کې ګډون کړی و.