په ننګرهار کې له ۵۳ وسله وال د سولې له پروسې سره یوځای شول

د ننګرهار ولایت چارواکو د سولې له پروسې سره د اسلامي دولت ډلې او د طالبانو له پنځوسو زیاتو وسله والو د یوځای کیدو خبر ورکړ.

د ننګرهار د والي له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وایي چې په دغو کسانو کې د اسلامي دولت ډلې یو سیمه ییز قومندان او د طالبانو درې قومندانان شامل دي.

د ننګرهار د سولې د عالي شورا د کمېټې ریس ملک نذیر وویل چې د سولې له بهیر سره یوځای شوي لس یې د اسلامي دولت ډلې او ۴۳ هم د طالبانو غړي دي.

د رسول ګل په نوم د اسلامي دولت ډلې یوه پخواني غړي وویل، پاکستان کې روزنه ورکړل شوې وه او افغانستان ته د جګړې لپاره را استول شوی و.

د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې د اسلامي دولت ډلې غړېو د سولې له پروسې سره د یوځای کیدو په مهال وویل چې پر خلکو د دغې ډلې د ظلمونو په خاطر یې وسله پر مځکه کښیوده.