د افغانستان د دفاع وزارت د هلمند په خانشین ولسوالۍ کې په پوځي عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته د درنو تلفاتو د اړولو خبره کوي.
د فاع وزرات په دې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې مخالفانو ته د اوښتو تلفاتو شمېرنه دی ښودلی خو ویلي دي چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې خانشین ولسوالۍ له وسله والو تصفیه شوه.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې افغان ځواکونو پرون سهار د خانشین ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوسته.