د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجُبير له ايرانه غوښتنه وکړه چې له رياض سره د اړيکو عادي کېدو لپاره دې خپل چلند بدل کړي.
جُبير چې پرون په رياض کې خبرې کولې وويل، په تېلو غني هېواد سعودي عربستان له تهران سره سوله ييزې اړيکې غواړي او درې لسيزې کېږي چې هڅه يې کړې له ايران سره نژدې اړيکې ټينګې کړي، خو په بدل کې موږ هېڅ هم ترلاسه نه کړل.
رياض په جنورۍ مياشت کې له تهران سره خپلې ډيپلوماتيکې اړيکې وروسته له هغې پرې کړې چې يوه ډله کسانو په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت او بيا په مشهد کې د عربستان پر قونسلګرۍ بريد وکړ.
رياض ايران تورن کړى چې په يمن کې د شيعه حوثي ياغيانو ملاتړ کوي.
سعودي عربستان په تېرو پنځو کلونو کې په سوريه کې د ياغيانو ملاتړ کړى، خو تهران په څرګنده د بشارالاسد د رژيم ملاتړ ته ادامه ورکړې ده.
د ايران ولسمشر حسن روحاني د شنبې په ورځ وويل، رياض په اسلامي نړۍ کې مهم رول لري، ده زياته کړه که چېرې د ايران او عربستان ترمنځ کومه ستونزه وي، بايد د خبرو له لارې حل شي.