بلخي: اروپا به افغان کډوال په زوره له خپلو هېوادونو نه باسي

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر وایي، اروپایي هېوادونه دې ته چمتو شوي چې افغان کډوال به په زوره له خپلو هېوادونو نه باسي.

سیدحسین عالمي بلخې نن د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل، په دې اړه یې له اروپایي ټولنې او اروپایي هېوادونو سره پرله پسې غونډې کړي دي.

"اروپایې اتحادیه او اروپایې هېوادونه دې ته حاضر شول چې افغان لوري سره د مذاکرې میز ته کیني او د دغو مذاکرو په نتیجه کې تر اوسه د افغان کډوالو په زوره ایستل کېدو څخه مخنیوی شوی."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې ځیني اروپايي هېوادونو غواړي یو شمېر افغان کډوال په زور راوباسي.