د کاتوليک عيسويانو مشر پاپ فرانسيس پر عيسويانو ږغ وکړ چې نه دې پرېږدي بېره او بدبيني دوى راايسار کړي.
پاپ چې پرون په واتيکان کې خبرې کولې وويل: مه پرېږدئ چې تياره او بېره زموږ ذهنونه منحرف کړي او زموږ پر زړونو کنټرول ومومي.
پاپ فرانسيس په بروکسل کې د سې شنبې د ورځې د بريدونو تر غندلو يوه ورځ وروسته دا څرګندونې وکړې.
په هغو بريدونو کې ٣١ کسان وژل شوي او شا و خوا ٣٠٠ نور ټپيان شوي وو.
نن به د ايستر يا د عيسويانو د ځانګړي جشن په مناسبت د پاپ په دوديز پيغام کې ټروريزم هم يوه شامله موضوع وي.