مالیې وزارت له پوره چمتوالي سره د نړېوال بانک په ناسته کې ګډون کوي

د افغانستان مالیې وزارت وايي، له پوره چمتوالی سره د نړېوال بانک په پسرلنۍ ناسته کې ګډون کوي.

د دغه وزارت ویاند د نړېوال بانک پسرلنۍ ناسته چې د راتلونکې میلادي میاشتې نیمايي کې په واشنګټن کې جوړیږي د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مهمه بولي.

د نړېوال بانک په پسرلنۍ ناسته کې چې د راتلونکې اپریل میاشتې له پنځلسمې تر اولسمې نیټې د امریکا په مرکز واشنګټن کې جوړيږي د افغان حکومت په استازیتوب د مالیې وزیر ګډون کوي.

د مالیې وزارت وايي، په دغه ناسته کې به د افغانستان د اقتصادي ودې او مالي ثبات په برخه کې له نړیوال بانک او مرستندویه هېوادونو سره تفصیلي خبرې وشي.

د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی وايي، افغان پلاوی له پوره چمتوالی سره د نړېوال بانک په پسرلنۍ ناسته کې ګډون کوي او هیله لري چې دغه ناسته به د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره مثبته نتیجه ورکړي.

ښاغلي عبدالرحیمزی زیاته کړه:

"د افغانستان د مالیې وزیر د نړیوال بانک د پسرلنۍ ناستې ترڅنګ ځينې نورې ناستې هم لري د نړېوالې ټولنې له استازو سره ترڅو د افغانستان د اقتصادي وضعیت د بهبود په برخه کې او همدارنګه په نورو مهمو مسایلو بحث وکړي، دغه ناسته د افغانستان لپاره ګټوره تمامیږي او موږ پوره چمتوالي سره دغې ناستې ته ځو ترڅو له ناستې څخه مثبتې پایلې ولرو."

نړېوال بانک هرکال دوه عمومي ناستې کوي چې یوه یې کلنۍ عمومي ناسته ده او بله هغه یې پسرلنۍ ناسته ده.

د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی وايي، افغان پلاوی له پوره چمتوالی سره د نړېوال بانک په پسرلنۍ ناسته کې ګډون کوي او هیله لري چې دغه ناسته به د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره مثبته نتیجه ورکړي.

د نړېوال بانک د پسرلنۍ ناستې هدف د هغو هېوادونو اقتصادي وضعیت څیړل دي چې له اقتصادي پلوه له ستونزو سره مخامخ وي.

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي هم د شنبې په ورځ په کابل کې د نړېوال بانک له رییس سره د لیدنې پرمهال ویلي چې افغانستان به د نړېوال بانک په پسرلنۍ ناسته کې خپل لومړیتوبونه مطرح کړي.

په ورته وخت کې یو شمېر اقتصادي کارپوهان بیا وايي چې د نړېوال بانک پسرلنۍ ناستې ته دومره خوشبینه نه دي.

د کابل پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو کارپوه سیف الدین سیحون سپارښتنه کوي چې حکومت باید د بهرنیو مرستو د اتکا پرځای خپلې مالي سرچینې ښه مدیرت او کورنیو تولیداتو ته پام ډېر کړي.

ښاغلي سیحون له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل افغانستان هیڅکله پر بهرنیو مرستو تل پاتې اقتصادي ودې او هوساینې ته نه شي رسیدلای.

ښاغلي سیحون زیاته کړه:

"په نړۍ کې هېڅ هېواد د نړېوال بانک او د وجهي صندوق او د نورو هېوادونو په مرسته نه دی اباد شوی افغانستان هم تر قیامته د دغه بنسټونو د مرستې په واسطه پرمختګ نه شی کولای، ترڅو چې له خپلو کورنیو منابعو استفاده ونه کړي او داسې یو کارا دولت رامنځته نه شي چې خپلې مالي منابعې ښه مدیرت کړي او د هېواد د پرمختګ په برخه کې ترې ګټه واخلي."

اقتصادي کارپوهان په داسې حال کې د افغانستان په کورنیو تولیداتو د تمرکز غوښتنه کوي چې په ۱۳۹۴ مالي کې د افغان حکومت کورني عواید له ټاکل شوي هدفه ۲۲ فیصده زیات وو.

د کابل پوهنتون د اقتصادي پوهنځي استاد ښاغلی سیحون وایي، په کار ده چې په کورنیو تولیداتو او سرچینو زیاته اتکا وشي، ځکه د پرمختګ اصلي لارې د همدغو تولیداتو پیاوړي کول دي.

محمد حدیث پردېس