د کورنیو چارو وزارت پر تدارکاتي سیستم ولسمشر ناخوښي څرګنده کړه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کورنیو چارو په وزارت کې پر اوسنی تدارکاتي سیستم ناخوښي څرګنده کړې ده.

له ارګ څخه نن په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي غني تېر ماښام د تدارکاتو د کمېسیون په غونډه کې لارښونه کړې چې د دغه وزارت سرتاسري قراردادونه دې له سره وڅیړل شي.

وړاندې په اعلامیه کې راغلي افغان ولسمشر ټینګار کړی چې له شرکتونو سره به د روابطو له مخې نه، بلکې د هغوی د ظرفیتونو په اساس قراردادونه کیږي.