د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسولین وايي چې په دغه ولایت کې یو شمېر تولیدي فابریکې د بریښنا د نشتوالي له امله فعالیت نه کوي.
د دغې خونې مشر عبدالباقي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې اوس مهال د کندهار په صعنتي پارکونو کې۳۰ فیصده فابریکې تولید نه کوي چې دغې مساله یې افغان پانګه والو ته زیان رسولی دی.
د کندهار صنعتي پارکونه څه باندې ۱۵ میګا واټه بریښنا ته اړتیا لري چې اوس مهال ۶ میګا وټه بریښنا لري.
د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر وايي چې په وار-وار یې دغه ستونزه له افغان حکومت سره شریکه کړې خو پام ورته نه دی شوی.