قاسمیار: له حزب اسلامي سره د سولې خبرې ښې پرمخ ځي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، که څه هم د سولې په بهیر کې نوی پرمختګ نشته خو دوي هیله لري چې له طالبانو سره مخامخ خبرې ډېر ژر پیل شي.

د دغه شورا د بین المللي چارو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار وايي چې له حزب اسلامي سره هم د سولې خبرې ښې پرمخ ځي خو لا هم د سولې پروسه پیچلې او وخت نیونکې ده.

په افغانستان کې د سولې د بهیر د وروستیو پرمختګونو په اړه زموږ همکار محمد حدیث پردېس د سولې شورا د بین المللي چارو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار سره لنډه مرکه کړې او په سر کې تر پوښتلې چې له طالبانو سره د سولې احتمالی خبرې به کله پیل شي:

Your browser doesn’t support HTML5

قاسمیار: له حزب اسلامي سره د سولې خبرې ښې پرمخ ځي