د هلمند خانشین ولسوالۍ بیرته د امنیتي ځواکونو لاس ته ولویده

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د هلمند خانشین ولسوالۍ نن سهار بیرته د امنیتي ځواکونو لاس ته ولویده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې ګډو امنیتي ځواکونو ټوله شپه په خانشین کې ځانګړي عملیات وکړل او مخالفینو ته یې مرګ ژوبله هم واړوله.

بل لور ته په هلمند کې د امنیتي ځواکونو اپراتیفي مشرعبدالجبار قهرمان ازادي راډيو ته وویل چې ولسوالۍ نن سهار نهه بجې د امنیتي ځواکونو لاس ته ولویده او په عملیاتو کې هوایي ځواک هم شامل و.

بل خوا د ۲۰۱۵ قول ارو مشر محمد معین فقیر ازادي راډيو ته وویل چې عملیاتو کې نږدې ۳۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د هلمند د خانشین ولسوالۍ نږدې لس ورځې وړاندې د طالبانو لاس ته لوېدلې وه.