قاسمیار: له حزب اسلامي سره د سولې روانې خبرې مثبتې دي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د ګلبدین حکمتیار په مشري له حزب اسلامي سره د سولې روانې خبرې مثبتې دي.

د دغې شورا د نړیوالو اړیکو سلا کار محمد اسماعیل قاسمیار نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه خبرې په ښه فضا کې پیل شوې او امکان لري چې څو پړاوه نور هم دوام وکړي.

د حکمتیار په مشري د حزب اسلامي یو باصلاحیته درې کسیز پلاوی یوه اوونۍ وړاندې کابل ته راغلی او دا مهال د سولې عالي شورا سره په خبرو بوخت دی.