محمدي: ټولو افغانان دې د کرکټ د بریا لپاره دعا وکړي

ټاکل شوې چې نن د افغانستان د کرکټ ملي ټیم له ویسټ اینډیز سره د هند په ناګپور ښار کې لوبه وکړي.

د افغانستان تکړه توپ وهونکي شهزاد محمدي له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړي مرکه کې له ټولو افغانانو وغوښتل چې د بریا لپاره ورته دعا وکړي.

د شل اورونو د نړېوال جام په دوهم پړاو کې تر اوسه افغانستان درې لوبې کړي دي او درې سره یې بایللي دي.

ویسټ اینډیز بیا د الف ګروپ د جدول په سر کې دی او د دې ګروپ درې لوبې یې ګټلې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، له ویست انډیز سره د نننۍ لوبې لپاره لازم چمتوالی لري.