د عراق په شمال کې یو تُرک سرتېری په یوه راکټ ووژل شو

د عراق په شمال کې یو تُرک سرتېری په پوځي اډه کې پر هغه راکټ ووژل شو، چې د اسلامي دولت په نوم وسله والې سختدریځې ډلې ویشتی و.

دا پېښه پرون شنبې داسې مهال وشوه چې د ترکیې هوايي ځواک د لومړي ځل لپاره د عراق په شمال کې د سختدریځو پر ضد د امریکا په مشرۍ له ايتلاف سره ملګری شو.

د اسلامي دولت وسله واله سختدریځه ډله له کرد پېشمرګه ځواکونو سره په جګړه بوخته وه چې راکټ یې د باشیقې په سیمه کې پر هغې اډې ولګېد چې ترک پوځیان پکې دېره دي.

د ترکيې صدراعظم احمد داود اوغلو پر پېښه خواشيني څرګنده کړه:

"له بده مرغه موږ يو بريدمن په هغه بريد کې چې د داعش تروريستي سازمان ترسره کړى و، له لاسه ورکړ. خداى دې دى وبخښي، د ده کورنۍ ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم."

په دې پېښه کې یو بل ترک پوځي ژوبل شو.

ترکیې یو شمېر پوځیان د عراق شمال ته لېږلي چې له اسلامي دولت ډلې سره جنګېدونکي کرد وسله وال وروزي.