کارټر به سپینه ماڼۍ ته وړاندیز وکړي څو عراق ته نور سرتیري واستوي

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وايي، سپینۍ ماڼۍ ته به پیشنهاد وکړي چې عراق ته نورسرتیري او جنګي هلیکوپټرونه واستوي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز او د دفاع وزیر د شنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، دوی د داعش پرضد جګړه کې له عراقي ځواکونو سره د ملاتړ په هدف یو شمېر پیشنهادونه لري چې له ولسمشراوباما سره به يې شریک کړي.

د دفاع وزیر اشټون کارټر وویل، په روانه اوونۍ کې د دوي ځواکونو په عراق کې د داعش مشرتابه ته سخته ضربه رسولې ده.

ښاغلي کارټر زیاته کړه:

"موږ په سیسټماټیکه توګه د اسلامي دولت ډلې کابینه له منځه وړو.د امریکا پوځ په روانه اوونۍ کې د حاجي امام په ګډون چې د داعش مهم غړی او د مالي وزیر و، د دې ډلې ګڼ شمېر مشران ووژل."

امریکا دا مهال په عراق کې شاوخوا درې زره او اته سوه سرتیري لري خو پنټاګون دا راپورونه هم نه ردوي چې وايي اوس مهال په عراق کې پینځه زره امریکايي سرتیري ځای پرځای دي.