د "نبي الرحمه"خیریه بنسټ د ځینو افغان ماشومانو لپاره مرستې ټولوي

د نبي الرحمه په نوم یو خیریه بنسټ د هرات ولایت د هغو ماشومانو لپاره مرستې ټولوي چې د اقتصادي ستونزو له امله له پوهنې بې برخې دي.

د دې بنسټ مشر سید کبیر زاني وايي، د پیرزونې د اوونۍ په نوم دوي هڅه کوي چې اړینو ماشومانو ته نقدي او نورې مرستې راټولې کړي.

د نوموړي په خبره زیات ماشومانو چې د اقتصادي ستونزو له امله له تعلیمه پاتې د هرات د شینډنډ ولسوالۍ اوسیدونکي دي.

د نبي الرحمه خیریه بنسټ وايي، د دوی زیات تمرکز د شینډنډ ماشومانو ته د مرستو په جلبولو دی چې ورته د پوهنې زمینه برابره کړي.