پکتیا کې ۶ پاکستاني وګړي نیول شوي

په پکتیا کې د ملي اردو چارواکي وايي چې یادو ځواکونو د جمعې په ورځ د خوست -ګردېز د لويې لارې په اوږدو کې په یو باروړونکي ګاډي کې شپږ پاکستاني وګړي نیولي چې دوې ښځې هم په کې دي.

د چارواکو په وینا له دې شپږو پاکستانیو وګړو سره د دوی یو افغان ملګری هم نیول شوی دی.

نن شنبې د پکتیا د تندر ځواکونو څخه ازادي راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له نیول شویو کسانو سره شپږ پاکستاني شناختي کارډونه "پېژند پاڼې" او دوې افغاني تذکرې هم ورسره وې.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې نیول شوي کسان د پوښتنو ګرويږنو لپاره کشفي ادارو ته ورپېژندل شوي، خو دا چې دې کسانو په خپلو لومړنیو تحقیقاتو کې څه ویلي او یا دوی چېرې روان و، په دې اړه خبرپاڼه کې وضاحت نه دی راغلی.