د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني نه حاضرېدو یو شمېر وکیلان په غسه کړل.
د جرګې اداري پلاوي پرېکړه وکړه چې په راتلونکې غونډه کې به د نوموړي د استیضاح موضوع پیشنهاد کړي.
د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي په دې اړه وویل:
"زما وړاندیز دادی چې وزیر صاحب دې استیضاح ته رادعوت شي، له اصولو سره سم تاسې اداري پلاوی ته پیشنهادونه ورکړی، د کډوالو چارو وزیر به یوه بله ورځ په استجوابیه غونډ کې سوالو ته ځوابونه ورکړي."
ولسي جرګې نن په بهر کې د افغان کډوالو د ستونزو د وضاحت په اړه د بهرنیو چارو او کډوالو وزیران استجوابیه غونډې ته غوښتي وو، خو دا چې بهرنیو چارو وزیر ناوخته ورغی، وکیلانو استجواب وځنډاوه.