ایران د امریکا پر وړاندې انټرنټي بریدونه رد کړه

ایران د امریکا پر وړاندې انټرنټي بریدونه رد کړي دي.

تر دې وړاندې د متحده ایالاتو یوې محکمې په رسمي ډول اووه ایراني وګړي په دې تورن کړه چې د لسګونو امریکایې بانکونو انټرنټي پاڼې یې هک کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې هېواد یې هیڅ کله دا ډول خطرناکې انټرنټي کړنې نه دي کړي او نه هم د دې ډول اقداماتو ملاتړ کوي.

د امریکا د عدلیې وزارت د مارچ پر ۲۴ مه نېټه اووه ایرانیان په ګوته کړې وه چې ګمان کېده د ایران د حکومت په استازیتوب کار کوي او هغوی یې د انټرنټ تجربه لرونکي هکران بللي و.

د امریکا ددغو ادعاوو له مخې له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې لږترلږه ۴۶ لویې مالي ادارې او کمپنۍ د هکران د منظم کمپاین په نتیجه کې اغېزمني شوي دي.

د امریکا د لویې څارنوالۍ په وینا دغو انټرنټي بریدونو لسګونه میلیونه ډالره تاوان اړولی دی.