د جودو ملي ټیم د جودو اسیایي سیالیو ته چمتوالی نیسي

د افغانستان د جودو ملي ټیم اسیایي سیالیو ته د لارموندې په هدف وروستۍ سیالۍ ته تیاری نیسي.

د جودو د فدراسیون رییس ذکریا اسدي ازادي راډيو ته وویل،چې په دې سیالیو کې اووه نارینه یوه ښځینه لوغاړې،دوه روزنکي او یو کس د پلاوي په توګه برخه اخلی:

"​موږ تیاری لرو، د تللو تر وخته پوري له دوه میاشتو راهیسي ټیم قرنطین دی چې د کوالفای او چمپین شيپ وروستۍ لوبه ده ."​

ښاغلی اسدی وايي، د دې سیالیو وروستی دور به د اپریل په ۱۱مه د ازبکستان په تاشکند ښار کې تر سره شي.