د افغانستان د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې عدليي او قضايي مرکز وايي چې د حوت په میاشت کې یې ۴۱ قاچاقبران نیولي دي.
له دغه مرکز څخه نن په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا قاچاق کوونکي یې په کابل، ننګرهار، پکتیا، تخار، سمنګان، خوست، بدخشان، بغلان، کاپیسا، کندز او هرات ولایتونو کې نیولي دي.
وړاندې په اعلامیه کې ویل شوي چې له نیول شویو کسانو سره یې یوه اندازه هیرویین، تریاک، چرس او الکولي مشروبات هم نیولي دي.