د داعش ډلې مرستیال قوماندان القادولي و وژل شو

د امریکا دفاع وزير اشټون کارټر وايي، د داعش ډلې دوهم مرستيال قوماندان يې وژلی دی.

کارټر په واشنګټن کې خبريالانو ته د جمعې په ورځ وويل چې د داعش دغه وژل شوی مشر حاجي امام چې د عبدالرحمان القادولي په نامه مشهوره و.

دی د داعش د ماليې وزير وو او په عراق او سوريه کې يې په حملو کې لاس درلود، د امریکا دفاع وزیر وایي:

"د داعش ډلې د دغه مشر له منځه وړل به د دې ډلې وړتيا ته ضربه ورسوي چې په عراق او سوريې او نورو ځایو کې عمليات وکړي."

کارټر ويلي چې القادولي د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی خو ده د عملیاتو په اړه نور جزيات نه دي ورکړي.