د بلجيم چارواکو ويلي په بروکسل هوايي ډګر کې له دوو ځانمرګو بريدګرو څخه يو نجيم العشراوي پېژندل شوی دی.
د بلجيم د فدرال څارنوال دفتر د جمعې په ورځ يوه اعلاميه خپره کړه چې وايي ۲۴ کلن العشراوي د پيښې په ځای کې د پاتې شو يو ډي. اين. اې له نمونو پېژندل شوی دی.
د هوايي ډګر بل بريد کوونکی مخکې ابراهيم البکراوي پېژندل شوی وو.
د راپورونو له مخې العشراوي تر دې مخکې چې په ۲۰۱۳میلادي کال کې سوريې ته ولاړ شي، د بروکسل په کاتولیک ښوونځي کې يو ښه زده کوونکی وو.
ويل کېږي العشراوي په پاريس کې د تېر کال د نومبر مياشتې له حملو سره هم تړاو درلود.
په همدې حال کې د بروکسل پوليسو د جمعې په ورځ د مارچ د۲۲ مې د حملو په تړاو درې کسان نيولي.