لوېديځ مرستندويه هېوادونو له افغان حکومته غوښتنه کړې چې د دوی د مالي مرستو په پيسو روسي وسلې ونه پلوري.
دا خبرې افغانستان ته د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف تاس خبري اژانس ته کړي.
د ده په وینا افغان حکومت په نظامي او تخنیکي برخه کې له روسيې سره همکارۍ ته لېواله دی او روسيه داسي مرستې ته چمتو ده< خو د دې کار مخې ته يوشمېر خنډونه شته.
د ده په وينا په دغو خنډونو کې تر ټولو لوی د نړيوالو مرستندويه هېوادونو له خوا بنديز دی چې وايي، افغان حکومت دې د مرستې په پيسو له روسيې څخه نظامي مهمات او وسلې نه پلوري.
د کابلوف په وينا، د افغانستان بودجه د نظامي مهماتو پېرلو لپاره پيسې نه لري.
ده ويلي چې د واشنګټن له خوا تر دې بنديز مخکې د پنټاګون سره د یوه قرارداد له مخې روسيې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴میلادي کلونو کې افغانستان ته د نظامي ترانسپورټ لپاره ۶۳ هليکوپټری ورکړي وو.