د جمعې په ورځ د مزار شريف او سمنګان پر لويه لاره په یوه ترافيکي پېښه کې اتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
باختر خبري اژانس د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ د امنيه قوماندان د مرستيال محمد ظاهر له خولې ويلي چې دا پېښه په داسي حال کې شوې چې د بلخ ولايت په رباط سيمه کې يو ټرک له يوه سراچه موټر سره ټکر شو.
د دې ټکر په پايله کې اتو مسافرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او اته نور ټپيان شول.
په مړو شويو کې ښځې او کوچنيان هم شامل دي.
د مزار شريف د روغتون يوه ډاکټر عزيز ويلي چې اوسمهال اووه مړي او نهه ټپيان دغه روغتون ته وروړل شوي دي.