افغان کرکټ ټیم سبا له ویسټ اینډیز سره لوبه کوي

ټاکل شوې ده چې سبا د افغانستان د کرکټ ملي ټیم له ویسټ اینډیز سره د هند په ناګپور ښار کې لوبه وکړي.

د شل اوریز د نړیوال جام په دوهم پړاو کې تر اوسه افغانستان درې لوبې کړي دي او درې سره یې بایللي دي.

ویسټ اینډیز بیا د الف ګروپ د جدول په سر کې دی او له دوو لوبو څخه یې دواړه ګټلې دي.