کندز: د افغان پوځ په عملیاتو کې ۱۱ وسله وال وژل شوي

په کندز کې د افغان ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.

په کندز کې د پامیر د شلمې فرقې د لومړۍ پلي لوا د مطبوعاتو مسوول غلام حضرت کریمي ازادي راډیو ته وویل چې افغان ګډو ځواکونو، تېره ورځ د کندز ښار اړوند د تلوکه په سیمې کې تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

کریمي زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې ۱۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي او ۱۰ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي چې په دې عملیاتو کې د تلوکه سیمه هم د وسله والو طالبانو له فزیکي حضور څخه تصفیه شوي ده.

هغه په ډاګه کړه چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی رسېدلي، خو عملیات لاهم په سیمې جریان لري.

تر اوسه پورې په دې اړه وسله والو طالبانو څه نه دې ویلي.