"د سوریې د جګړې ختمولو په هدف به مذاکرې ادامه ولري"

د امريکا د بهرنيو چارو وزير وايي، د امريکا متحده ايالاتو او روسيې موافقه وکړه چې هڅه به کوي د سوريې د پنځه کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره به مذاکرې مخته بوځي.

جان کري دا خبرې پرون په کرملين کې د روسيې له ولسمشر ولادي مير پوتين سره تر کتنې وروسته له خپل روسي سيال سرګي لاوروف سره يوه ګډ کنفرانس ته وکړې.

امريکا او روسيې چې تېره مياشت يې په سوريه کې د يوه نسبي اوربند منځګړيتوب وکړ، موافقه وکړه چې د مسکو متحد، د سوريې ولسمشر بشارالاسد بايد د سولې په خبرو کې برخه واخلي.

دغه خبرې د اسد د برخليک پر سر د جنجال له کبله له خنډ سره مخامخې شوې دې.

جان کري وويل، واشنګټن او مسکو د سوريې لپاره تر اګست مياشتې پورې د نوي اساسي قانون د مسودې د برابرولو په برخه کې پر همکارۍ هم موافقه کړې ده.

د سوريې په پنځه کلنه کورنۍ جګړه کې څه باندې دوه نيم لکه کسان وژل شوي دي.