د فراه ولایت د کرنې ریاست مسؤلین وایي چې پر ۱۵۰ بزګرانو به د سویابینو تخم و ویشل شي.
د دغه ولایت د کرنې رییس عبدالله متین ازادي راډیو ته وویل چې د دغه تخمونو له وېشلو څخه یې هدف په دغه ولایت کې د سویابینو د کښت معلومول دي چې په دغه ولایت کې کومه نتیجه ورکوي که څنګه.
د ښاغلي متین په خبره د دغو سویابینو حاصلات بیا د یو خاصې موسیسې له خوا په مناسیبه بیه رانیول کېږي چې اوس مهال ډېر نورو کروندګرو دې ته زړه ښه کړی چې یاد کښت ته مخه کړي.