ټاکل شوې ده چې د ۲۰۱۶ میلادي کال تر پایه د اوبو ۸۶۹ کانالونه جوړ شي.
د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل چې دغه کانالونه به د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د ۲۰۱۶ میلادي کال تر سپټمبر پوري جوړ شي.
د ښاغلي رستمي په خبره د دغو کانالونو سره به ۳۵۰ زره هکتار کرنیزه ځمکه غړوبه شي.