بلجیم: د پلټنې پر مهال ۶ مشکوک کسان نیول شوي

د بلجيم پوليسو د بروکسل په هوايي ډګر او ميټرو سيسټم کې د داعش له خوا د ځانمرګو بريدونو په باب د تحقيقاتو په لړ کې شپږ کسان نيولي دي.

دا خبره فډرال څارنوالانو پرون وکړه.

د فډرال څارنوالانو وياند ايريک وان وويل، دغه کسان د بروکسل په شمال، مرکزي سيمو او لوېديځ کې د پوليسو د پلټنې پر مهال نيول شوي دي.

د وان په خبره پر دغو مشکوکو کسانو د تور لګونې په باب به نن پرېکړه وشي.

لږ تر لږه دوه کسان چې پوليسو د هوايي ډګر او ميټرو تمځاى د څارونکو کېمرو د تصويرونو په مرسته پېژندلي، لا نه دي نيول شوي.

د تېرې اوونۍ حملې په همدې ځايونو کې شوې وې.

څو ورځې مخکې پوليسو پر يوه اپارتمان چې ګومان کېږي درې بريدکوونکي په هوايي ډګر کې تر حملو مخکې په کې اوسېدلي وو، چاپه واچوله.

دغو بريدکوونکو د بروکسل په هوايي ډګر کې د سې شنبې په ورځ په خپلو لاسي بکسونو کې د ځاى پر ځاى شويو منفجره موادو په مرسته بريد وکړ.