په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ملکي مرستیال تېره شپه په وسله واله حمله کې و وژل شو.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل د ۲۰۵ اتل قول اردو پر ملکي مرستیال خان اغا او د هغه پر زوی تېره شپه د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د صالوخان چمن په سیمه کې د دو وسله والو لخوا حمله شوې.
د خپلواک په وینا په دغه حمله کې د قول اردو مرستیال او د هغه زوی ټپیان شول چې روغتون ته تر رسېدو وروسته خان اغا ساه ورکړه.
خپلواک زیاتوي چې حمله کوونکي هم د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو د یادې حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی.