جان کري او پوتین د سوریې او اوکراین په اړه خبرې کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري او د روسیې ولسمشر ویلادي میر پوتین خپلو کې څلور ساعته خبرې کړي چې ویل کېږي پر سوریې او اوکراین راڅرخېدې.

جان کري وايي،له پوتین سره په مسکو کې خپلې پرونۍ خبرې ګټورې بولي.

د روسیې او امریکا ترمنځ اړیکې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په اوکراین کې د روسیې د مداخلې او پر دې هېواد د امریکا د بندیزونو را وروسته ترینګلي دي.

جان کري وايي، له ولسمشر پوتین سره یې پر دې خبرې وکړې چې څنګه د اوکراین په ختیځ کې یو ریښتیني اوربند ته ستنېدلی شي او همدارنګه د هغې اوکراینۍ پیلوټې په اړه ورسره غږېدلی چې د سې شنبې په ورځ روسیې محکمې د دوو روسي ژورنالیستانو وژنه کې د ښکېلتیا په تور په ۲۲ کاله بند محکومه کړه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف چې له کری سره یې یوځای خبریالانو ته خبرې کولې وویل، روسیې د دې اوکرایني پیلوټې په اړه خپل دریځ جان کري ته روښانه کړی.

لاوروف وویل روسیه هیله لري چې د امریکا متحده ایالات به اوکراین وهڅوي چې د دې هېواد په ختیځ کې د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره به د مینسک تړون عملي کړي.

هغه وویل روسیه به په ډونیڅک او لوهانسک کې بېلتون غوښتونکي وهڅوي چې ورته کار وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وايي، له روسي چارواکو سره د سوریې په اړه هم غږېدلی او دواړه لورې په سوریه کې د واک د سیاسي انتقال پر هڅو سلا شوي دي.