د داعش ډلې ۸۵ کورنۍ د کونړ سرکاڼو ته تللي

د کونړ امنیتي چارواکي وايي، د داعش وسله والو ۸۵ کورنۍ د سرکاڼو ولسوالۍ ته ورغلي دي.

د کونړ امنیه قوماندان عبدالحبیب سیدخېل ازادي راډیو ته وویل، د ننګرهار په اچین کې د دې ډلې پر ضد له عملیاتو وروسته چې داعش په کې ماتې خوړلې اوس دوی د کونړ غرنیو سیمو ته مخه کړې:

"پنځه اتیا کورنۍ چې ورغلي، ښځې ماشومان په کې دي، وسله وال کسان یې دې سیمې ته نه دي ورغلي."

داسې اوازې هم وي چې په سیمه کې د داعش وسله والې ډلې مشر حافظ سعید هم په دې ډله کې کونړ ته تللی، خو د کونړ امنیه قوماندان وايي، داسې شواهد نه شته چې حافظ سعید دې کونړ ته ورغلی وي.

بل خوا پرون د ننګرهار امنیه قوماندان وویل په دې وروستیو کې یې ۱۵ بهرنۍ ښځې او سړي نیولې چې غوښتل یې په سیمه کې د داعش ډلې سره یوځای شي.