کندهار: د پولیسو په خپلمنځي جګړه کې۷ پولیس وژل شوي

په کندهار کې د پولیسو په خپلمنځي جګړه کې اوو پولیس وژل شوي دي.

د کندهار امنیې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي چې دا پېښه تېره شپه د ارغنداب ولسوالۍ په خان ګرداب سیمه کې شوې ده.

سرچینې د حمله کوونکو د شمېر او د پېښې د علت په اړه څه ونه ویل.

خو له سیمې یوې بلې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې وژل شوي ټول د یوې حوزې منسوبین دي چې دریو نورو امنیتي کسانو وژلي دي.

اخوا وسله والو طالبانو د دې پېښې مسوولیت په غاړه اخیستی دی او ویلي یې دي چې حمله کوونکي د دوی کسان و.