تمه ده د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر او د روسیې د ولسمشر ترمنځ خبرې په سوریه کې د روسیې په پلانونو وڅرخي.
د رویټرز خبري آژانس په حواله جان کري او ولادیمیر پوتین نن په کریملین کې سره ګوري.
دا کتنه وروسته له هغه کیږي چې د روسیې ولسمشر د مارچ په ۱۴ اعلان وکړ چې خپل یو شمېر سرتیري له سوریې باسي.
کري به له پوتین سره تر لیدنې وروسته بلجیم ته ولاړ شي څو د سه شنبې ورځې د بمي حملو په اړه د په تحقیقاتو کې د امریکا ملاتړ له بروکسله اعلان کړي.