بلخي: اروپا دې د افغان پناه غوښتونکو د دوسيو په اړه همکاري وکړي

د افغانستان د کډوالو چارو وزیر له اروپايي هېوادونو وغوښتل چې د افغان پناه غوښتونکو دوسیو ته د رسیدګي په برخه کې بشپړه همکاري وکړي.

سیدحسین عالمي بلخي د جي او پلاس یا اوو باندې هېوادونو د غونډې په دویمه او وروستۍ ورځ کې نن په کابل کې وویل چې اروپايي هېوادونه باید همکاري وکړي او د هر یوه افغان پناه غوښتونکي دوسیه په فردي توګه وڅېړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په تېر یوه کال کې دوه نېم لکه افغانان له ناقانونه لارو اروپايي هېوادونو ته رسیدلي دي.

د جي او پلاس یا اوو باندې هېوادونو غونډه په کابل کې روانه ده او تمه ده د سږ کال او راتلونکو کلونو لپاره په یوه ګډه سټراټیژي خبرې وکړي.

د دغې غونډې په پای کې به د جي او پلاس شل غړي هېوادونه یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړي.