د امریکا ولسمشر وایي، هېواد به یې له بلجیم سره مرسته وکړي، څو په بروکسل کې د سې شنبې د ورځې د تروریستي بریدونو مسوولان عدالت ته راکاږي.
بارک اوباما د ارجنټاین د سفر پرمهال یوې خبري غونډې ته وویل:
"نن د امریکا خلک او د ارجنټاین ولس د بلجیم د خلکو ترڅنګ دي او د هغوی د عزیزانو د مړینې له امله په غم کې ورسره شریک دي. هغه درد چې دوی یې احساسوي، موږ یې هم همغسې احساسوو، ځکه چې زموږ هېوادونه د ترورېزم له وحشته خبر دي، موږ خپل خلک لیدلي دي چې د داسې بې مفهومه او ناوړه پېښو له امله زیان وراوښتی دی."
یوه ورځ وروسته تردې چې داعش د بروکسل د بریدونو مسوولیت ومانه، اوباما وویل چې د دې ډلې ځپلو ته لومړیتوب ورکوي.
د امریکا ولسمشر وایي، تر هغو به امریکا په عراق او سوریه کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي چې داعش له منځه ولاړ شي.