نن په کابل کې د "+G7"د دوه ورځنۍ غونډې دوهمه ده

نن په کابل کې د "+G7" یا اووه باندې ډلې هېوادونو د دوه ورځنۍ غونډې دوهمه ده.

دا ډله په ۲۰۱۰ کال کې تاسیس شوه او نن یې د وزیرانو په کچه څلورمه غونډه ده.

د (جي ۷ پلس) اوس مهالې مشري سیرالیون کوي. د دې هېواد مالیې وزیر کېفالا مارا تیره ورځ د غونډې برخه والو ته وویل چې امنیت د پرمختګ لاره پرانیزي.

د اووه باندې ډلې هېوادونو په نننۍ غونډه کې د روان میلادي کال او راتلونکې لپاره د یوه ګډې ستراتیژۍ د رامنځته کېدو پر لارو چارو خبرې کېږي.

تمه ده چې د غونډې په پای کې د افغانستان په ګډون د شل هېوادونو دا ډله ګډه اعلامیه خپره کړي.