خوست: د نشه يي توکو څو تنه قاچقچیان نیول شوي

په خوست کې د مخدر موادوڅو تنه چاقاق وړونکي نیول شوي دي.

د خوست امنیه قوماندان فیض اله غیرت ازادي راډیو ته وویل:

"د پولیسو له خوا نیول شوېو څلورو کسانو چې په عمده او پرچون ډول نشه يي توکي خرڅول او له څه مودې د دوی تر تعقیب لاندې وو، بالاخره د نشه يي توکو پر ضد ادارې د پولیسو په عملیاتو کې ونیول شول."

د خوست امنیه قوماندان زیاته کړه چې له نیول شوېو کسانو څخه یو اندازه مخدر موادو هم ترلاسه شوي دي.

پولیسو د دې کسانو د توقیف دقیقه نېټه نه ده ویلې خو څرګنده کړې یې ده چې دوی د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي دي.

په خوست کې د امنیتي چارواکو په وینا په وروستیو څو میاشتو کې د مخدرموادو د کاروبار په تور په دغه ولایت کې ۵۸ کسان نیول شوي دي.