یو شمېر مرستندویه ټولنو په یونان کې خپل کارونه دروي

په یونان کې یو شمېر نورو مرستندویه ټولنو هم ویلي دي چې دوی به خپل کارونه ودروي. دا هغه موسسې دي چې له کډوالو سره مرسته کوي.

د بشري حقونو موسسو د اروپایي ټولنې او ترکېې ترمنځ پر شوې موافقې انتقاد کړی دی چې له مخې یې باید د کډوالو دوسیې ژر تر ژره وکتل شي او کوم کډوال چې اسناد یې د منلو نه وي، هغه به بیرته ترکېې ته استول کېږي.

مرستندویه ټولنو ویلي دي چې په یونان کې د کډوالو د توقیف په مرکز کې غیرعادلانه او غیرانساني چلند به د دوی کارونه سخته کړي.

د سې شنبې په ورځ د ملګروملتونو د کډوالو د چارو ادارې او د بې پولې ډاکټرانو مرستندویه ټولنې اعلان وکړ چې دوی نوره مرسته نه کوي.

یوه ورځ وروسته "ای.ار.سي" او د ناروې د کډوالو شورا هم ورته پریکړه وکړه.

د اوس لپاره په یونان کې د کډوالو په مرکز کې نژدې ۵۰زره کسان شته چې اکثریت یې مخکې تر دې دلته راغلي دي چې اروپایي ټولنه له ترکېې سره د پناه غوښتونکو په برخه کې تړون وکړي.